نبي صلی الله علیه وسلم به د الله تعالی نه پناه غوښته او به ویل:
أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ
ژباړه:
«زه د الله سبحانه وتعالی نه پناه غواړم له شيطان رجیم (شړل شوي شيطان) څخه.»
وروسته به یې ویل:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
خو په لوړ غږ نه، بلکې په ټیټ آواز به یې لوستله.
ژباړه:
«د الله تعالی په نوم، هغه چې عمومي مهربان او ځانګړی رحم کوونکی دی. له هغه مرسته غواړو په ټولو اړتیاوو او حالاتو کې.»
عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ صَلَّيتُ مع رَسولِ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم وأبي بَكرٍ، وعُمَرَ، وعُثمانَ، فلَم أسمَعْ أحَدًا منهم يَقرَأُ {بسمِ اللهِ الرَّحمَنِ الرَّحيمِ}.
صحيح مسلم الصفحة أو الرقم: 399
له انس (رضي الله عنه) څخه روایت دی: «ما له الله د رسول (صلی الله علیه وسلم)، ابوبکر، عمر او عثمان سره لمونځ وکړ، نو له هیڅ یوه څخه مې ونه اورېدل چې {بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} [په لوړ غږ] ووايي.»
لنډ توضیحات:
دا حدیث په په جهرې لمانځونو کې (لکه سهار، ښامام او په بله بڼه لمانځونو کې) د «بسم الله الرحمن الرحیم» د په لوړ غږ د نه ویلو (عدم جهر) مسلې ته اشاره کوي، او ښيي چې پیغمبر (ص) او خلفای راشدینو به هغه په پټه (په ورو غږ) ویله.
بیا به یې د سورت الفاتحه تلاوت کاوه:
الْـحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۲)
الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ (۳)
مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (۴)
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ (۵)
اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (۶)
صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ (۷)
ژباړه:
د ستاینې ټولې خبرې د الله لپاره دي، هغه چې د ټولو عالمونو پالونکی دی. (۲)
هغه ډېر مهربان، ډېره رحمت کوونکی دی. (۳)
د جزا د ورځې مالک او واکمن دی. (۴)
یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا مرسته غواړو. (۵)
موږ ته د سمې لارې هدایت راکړه. (۶)
د هغو کسانو لاره چې تا پرې نعمت کړی، نه د هغو چې پرې ستا غضب شوی او نه د بېلارې شویو. (۷)
حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ ، قَالَ: حَدَّثَنَا سُفْيَانُ ، قَالَ:
حَدَّثَنَا الزُّهْرِيُّ ، عَنْ مَحْمُودِ بْنِ الرَّبِيعِ ، عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ ، أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ
عباده بن صامت رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«هغه چا لمونځ نه دی کړی چې د کتاب د سر (سورت الفاتحه) تلاوت یې نه وي کړی.»
(صحیح بخاري، حدیث 756؛ صحیح مسلم، حدیث 394)