ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا فَٱلْيَوْمَ نَنسَىٰهُمْ كَمَا نَسُوا۟ لِقَآءَ يَوْمِهِمْ هَٰذَا وَمَا كَانُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا يَجْحَدُونَ ﴿۵۱﴾ وَلَقَدْ جِئْنَٰهُم بِكِتَٰبٍ فَصَّلْنَٰهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۵۲﴾ هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا تَأْوِيلَهُۥ يَوْمَ يَأْتِى تَأْوِيلُهُۥ يَقُولُ ٱلَّذِينَ نَسُوهُ مِن قَبْلُ قَدْ جَآءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِٱلْحَقِّ فَهَل لَّنَا مِن شُفَعَآءَ فَيَشْفَعُوا۟ لَنَآ أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ ٱلَّذِى كُنَّا نَعْمَلُ قَدْ خَسِرُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا۟ يَفْتَرُونَ ﴿۵۳﴾
[۵۱] ددی تفسیر سورة انعام (۷۰) کښی ذکر شوی دی اواسباب دعذاب دوه دی یوانکار دقیامت دوهم دآیتونونه انکارکول (لَهْوًا وَلَعِبًا) شربینی فرق ذکر کړی دی چه هغه کارچه مناسب نه دی هغی ته همت صرف کول اوهمت ورته صرف کړی نودالهوده - اوخوشحالی طلب کول په هغه څیزچه په هغی خوښحالی نه حاصلیږی دالعب دی اوالوسی وئیلی دی چه دواړه لفظونه شریک دی په اشتغال کښی په بی مقصد څیزباندی اوفرق ئی دادی چه لعب هغه دی چه مقصد په هغی کښی زر مسرت حاصلول وی اولهو هغه څیزدی چه مشغولتیا پیدا کوی اگرچه خوشحالی په کښی نه وی (غَرَّتْهُمُ) غرة غفلت دی په حال دبیدارئ کښی اوطمع کول دانسان دی داوږد عمر اوښائسته ژوند اوډیرمال او حصول دجاه او دشهواتو دپاره اوهغه سبب اوگرځی دغفلت ددین نه -
[۵۲] ترغیب دی قرآن ته اوعلت دهغه زجردی چه مخکښی آیت کښی ذکرشوی دی - یعنی مونږدوی لره دتفصیل داحکامودپاره هدایت او رحمت داکتاب راوړی دی نودوی ولی انکارکوی -
[۵۳] داهم ویره اخروی ده (تَأْوِيلَهُ) ضمیرکتاب ته راجع دی اومراد دتاویل نه عاقبت دانکار دکتاب دی اوهغه عاقبت (چه عذاب ابدی دی) ښکاره کیږی به په ورځ دقیامت او (قَدْ جَاءَتْ رُسُلُ) په دی کښی اشاره ده چه دقرآن منکرین دټولورسولانو منکران دی اودا منکرین دمخکنورسولانو دحال نه خبرشوی وؤ په قرآن کښی یاضمیر د نَسُوهُ راجع دی یَومَ ته نوپه دی کښی حال د مخکنوروستنو ټولومنکرینو دی (فَهَلْ لَنَا مِنْ شُفَعَاءَ) یعنی دوی ته معلومه شوه چه دبچ کیدلوسبب خو یاشفاعت دی یادنیک عمل دپاره دنیا ته واپس کیدل اودواړه نشی کیدلی (شُفَعَاءَ) ددی نه سفارشیان قهری (یعنی بی اذنه) مراد دی ځکه داعقیده دمشرکانو وه په باره دمعبودانوخپلوکښی لکه چه په سورة یونس (۱۸) کښی دی او (نُرَدُّ فَنَعْمَلَ) ددی جواب په سورة انعام (۲۸) اوسورة مؤمنون (۱۰۰) کښی شته دی -